ډېر لوستل شوي

تېره میاشت د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰۰ زره مټریک ټن انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت ویاند وایي چې په تېره زمري میاشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰ مټریک ټن انتقالات شوي دي.

محمد اشرف حق‌شناس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د حیرتان بندر له لارې ۴۶۴ زره ۷۶۷ ټن، د اقینې بندر له لارې ۳۹ زره ۸۳۱ ټن، د تورغونډۍ بندر له لارې ۶۲ زره ۱۵ ټن او د خواف – هرات له لارې ۱۳۷ زره ۶۸۷ ټن توکي انتقال شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د کچې په لوړېدو سره کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زیاتېږي او اقتصادي ثبات ته لاره برابرېږي.

سرچینې لیکلي، ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

اړوند خبرونه