د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د هېواد د اوزلوبې ۱۲ کسیزه ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د قبیلهیي نړۍوالو سیالیو په شپږم پړاووکې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ولاړه.
یاد ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې لوبډله کې ۱۰ چاپاندازان او یو روزونکی شامل دي او د اوزلوبې فدراسیون رییس حاجي سرور جلال یې مشري کوي.
سرچينه زیاتوي، یادې سیالۍ د قرغیزستان په کوربهتوب په بشکیک ښار کې د ۱۰۶ هېوادونو په ګډون د اګسټ پر ۳۱مه پیل شوې او د سپټمبر تر ۷مې به دوام وکړي.

