د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاحي پلان پرانیسته کړې ده.
اقتصادي معاونیت د اعلامیې له مخې چې صنایع سبز صنعتي ښارګوټی په ۸۲۰۰ جریبه ځمکه جوړیږي، چې اوسمهال پکې ۱۲۰ فابریکې فعالیت کوي او شاوخوا ۸۰۰ میلیون ډالر پانګونه پکې شوې ده.
ښاغلي برادر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، افغانستان هغه وخت فکري، سیاسي او اقتصادي استقلال ته رسېدلی شي چې کورني تولیدات، اساسي زېربناوې او علمي ظرفیتونه یې د اړتیا تر کچې په سمه توګه پیاوړي شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په وینا چې دلته به سلګونو نویو تولیدي فابریکو او زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
نوموړي همداراز په دغه صنعتي ښارګوټي کې د افغانستان اسلامي ثقافت د چاپ او نشر تولیدي مرکز جوړېدل مهم اقدام بللی او په وینا یې چې په دې سره به د کاغذ تولید په برخه کې د افغانستان لویه اړتیا په کور دننه پوره او پر وارداتو به تکیه راکمه شي.

