ډېر لوستل شوي

اسلام‌کلا بندر کې بیا ۱۱۷ ټن کم‌‌کیفیته ودانیز توکي مسترد شوي

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې د دې ادارې د فني کارکوونکو له لوري په اسلام‌کلا بندر کې د ۱۱۷ ټن کم‌‌کیفیته ودانیزو توکو د راننوتو مخه نیول شوې ده.  

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې توکو کې ۴۲٫۸ ټن سمنټ او ۷۴٫۸۵ ټن نبشي شامل وو چې له کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له تثبیت وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.  

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د کم‌‌کیفیته، غیرمعیاري او د عامې روغتیا لپاره د زیانمنو توکو د واردېدو پر وړاندې هیڅ ډول نرمښت نه ښودل کېږي او د مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه اخیستل کېږي. 

 یادې ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې بېلابېل کم‌کیفیته توکي بېرته صادروونکو هېوادونو ته ورګرځولي او له سوداګرو یې غوښتي وو چې هېواد ته کم‌کیفیته توکي وارد نه کړي.

اړوند خبرونه