د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، امارتي ملي بس شرکت په تېر يوه کال کې د شته مسیرونو ترڅنګ، د کابل ښار اړوند درې نوي مسیرونه هم فعال کړي دي.
د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» پروګرام په اووم مطبوعاتي کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، د کندهار او ننګرهار ولایتونو غیرفعالې استازولۍ بېرته فعالې شوې او په میدان وردګ ولایت کې د مسافر وړونکو خدمتونو بهیر هم پیل شوی دی.
د مولوي ذبيحالله مجاهد په وینا، په همدې موده کې د بېلابېلو ډولونو ۲۶ نقلیه وسایط بېرته ترمیم او فعال شوي او د نورو وسایطو د ترمیم بهیر هم دوام لري.

