اميد راډيو ته د هرات امنیه قوماندانۍ وياند سید مسعود حسيني ويلي، د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د قتل د یوې پېښې په تړاو د امنیتي او کشفي ځواکونو څېړنې روانې دي.
نوموړي ويلي، لومړنۍ موندنې ښيي چې پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او له عمومي ناامنۍ سره تړاو نه لري.
د ښاغلي حسيني په وینا، امنیتي او کشفي ارګانونو د پېښې عاملينو د پېژندلو په موخه څېړنې پیل کړې او تر دې دمه یې په دې اړه مهم معلومات ترلاسه کړي دي.
د يادې قوماندانۍ وياند زیاته کړې، څو شکمن کسان د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دي او هڅې روانې دي چې ژر تر ژره ونیول شي او قانون ته وسپارل شي.

