د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د اسلامي امارت ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د سیمې پر وضعیت، افغانستان کې د ښې حکومتولۍ او زیربناوو اړوند ترسرهشویو پرمختګونو او د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د بهرنیو شرکتونو لپاره د پانګونې پر موجودو فرصتونو خبرې شوې دي.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې د خلیلزاد له قوله راغلي چې د سعودي عربستان، قطر، اذربایجان او ناروې یوشمېر شرکتونه د افغانستان د نفت او ګازو په اکتشاف او استخراج کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د نوموړي په وینا چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او د بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
بلخوا ښاغلي برادر ډاډ څرګند کړی چې اسلامي امارت ټولو پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې او هر ډول همکاري او ملاتړ یې کوي.

