د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم، سپينبولدک، ابريشم پل او اسلامکلا له لارې ۱۹۱ افغان کډوالې کورنۍ چې ۸۸۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ياد کمېسیون په وینا، په همدې موده کې ۱۳۷ کورنۍ چې ۷۰۹ کسان کېږي، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۷۱ کورنیو سره مالي مرستې هم شوې دي. سربېره پر دې، راستنېدونکو کډوالو ته ۱۰۰ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.
کمېسیون وایي، له راستنېدونکو کډوالو سره د روغتیايي، خوراکي او نورو اړینو خدمتونو ترڅنګ، د هغوی د ثبت، هرکلي، لېږد او ملاتړ بهیر په ټاکل شویو سیمو کې دوام لري.

