د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ شینوارې سیمې درېیم بلاک تالک کان تړون د ۴ میلیون، ۵۱۸ زره ۳۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.
دغه وزارت لیکلي چې دا کان ۶٫۷۵۹۶۶ کیلومټره مربع مساحت لري او تړون یې د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدایت الله بدري او د عمرفاروق د تالک پروسس شرکت د رییس ترمنځ لاسلیک شوی دی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي بدري له قوله راغلي چې قراردادي شرکت به د کان ایستنې له هر ټن تالک څخه ۱۳۲۰ افغانۍ رویالټي اسلامي امارت ته ورکوي، او د دغه تړون په لاسلیک سره به د سیمې خلکو ته د کار او اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شي.
بلخوا د یاد شرکت رییس ژمنه کړې چې ټولې چارې به د کانکیندنې د اصولو او کړنلارو له مخې ترسره کوي.

