ډېر لوستل شوي

شپږو ولایتونو کې د ۵۲ مخابراتي انتنونو تړون لاسلیک شوی

د اسلامي امارت مشرتابه په حکم سرحدي او لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د ستونزو د حل په موخه د څه باندې ۴۲۲ میلیون افغانیو په ارزښت د ۵۲ مخابراتي انتنونو تړون لاسلیک شوی دی.

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي ویلي چې دا انتنونه د بدخشان، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او خوست په سرحدي سیمو کې جوړېږي.

د نوموړي په وینا چې یاد تړون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر، ملا عبدالاحد فضلي او د امارتي شرکتونو اړوند افغان ټلیکام مخابراتي شرکت رییس، علي احمد سامند ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د سرچینې په وینا چې تر دې مخکې د کندهار، هلمند، پکتیکا او زابل ولایتونو په ۱۳ سرحدي سیمو کې د ۳۱ مخابراتي انټنونو تړون هم لاسلیک شوی و.

اړوند خبرونه