ډېر لوستل شوي

“کابل کې نږدې ۲۶۵ ټنه تاریخ‌تېر خوراکي توکي راټول شوي”

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد وايي چې د کابل ښاروالۍ په تېر يوه کال کې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه ۲۶۵ زره او ۴۹۶ کیلوګرامه تاریخ‌تېر خوراکي توکي او کم‌کیفیته د مینځلو مواد راټول شوي دي.

د اميد راډيو خبريال د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د اتم مطبوعاتي کنفرانس پرمهال د ښاغلي مجاهد له قوله ويلي، په همدې موده کې ۱۸۵ زره او ۹۲۲ کیلوګرامه تاریخ‌تېر خوراکي توکي له منځه وړل شوي او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۲۹ زره او ۴۲۱ بېلابېلو صنفونو روغتیايي او چاپېریالي وضعیت ارزول شوی دی.

د اسلامي امارت وياند زياتوي چې ۹۷ زره او ۲۳۲ صنفي کارکوونکو ته یې د روغتیا او چاپېریال ساتنې په اړه روزنه ورکړې او د چاپېریالي اصولو د نه رعایت له امله یې ۵ زره او ۵۶۲ صنفونه تړلي دي.

د مولوي ذبيح‌الله مجاهد په وينا، دغه اقدامات د ښاریانو د روغتیا ساتنې، د کم‌کیفیته خوراکي توکو د مخنیوي او په ښار کې د روغتیايي او چاپېریالي معیارونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه