ډېر لوستل شوي

افغانستان کې هره میاشت په اوسط ډول ۴۴۰ ورزشي سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په تېر يوه کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې هره میاشت په اوسط ډول ۴۴۰ ورزشي سیالۍ ترسره کړې او پنځه ستر ورزشي لیګونه يې هم جوړ کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» اتم مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، افغانستان په همدې موده کې د بډمینټن او دودیزې غېږنیونې په برخو کې د دوو نړیوالو سیالیو کوربه‌توب هم کړی دی.

د اميد راډيو خبريال په ياد کنفران کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، په دې موده کې ۲۴۰ افغان ورزشکارانو په ۳۲ نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او ټولټال یې ۶۲ مډالونه ګټلي دي، چې ۱۵ د سرو زرو، ۱۸ د سپینو زرو او ۲۹ د برونزو مډالونه دي.

د اسلامي امارت وياند په وينا، د ورزشي سیالیو پراختیا او په نړیوالو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ګډون د هېواد د ورزش د ودې او د ورزشکارانو د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه دي.

اړوند خبرونه