د معیار او کیفیت ادارې د معیارونو او ودانیزو رمزونو د تدوین او ترویج رییس، مولوي محمد حنیف د هند د معیارونو ادارې یو شمېر مسوولینو او متخصصینو سره ناسته کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې ناسته کې د الکتروتخنیک نړیوال کمېسیون (IEC) پر معیارونو د تمرکز او د معیارونو تدوین، ګټېاخیستنې او مدیریت اړوندو تجربو تبادلې او تخنیکي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
یادې ادارې لیکلي چې په غونډې کې د IEC معیارونو د منلو او کارولو له طریقې، د معیاري اسنادو له مدیریت او لاسرسي او د معیارونو له وېش سره اړیکې لرونکې پوښتنې او تخنیکي موضوعات مطرح شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې همداراز دا غونډه د تخنیکي پوهې او تجربو د تبادلې، نړیوالو معیارونو د اغېزمن مدیریت له لارو چارو سره د بلدیت او معیاري کولو په بهیر کې د بریالیو هېوادونو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې مالي او اغېزمن ګام بللی دی.

