د اقتصاد وزیر، قاري دین محمد حنیف د بنګلهدېش له یو شمېر علماوو، سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو سره کتلي او د افغانستان – بنګلهدېش د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او پانګونې د پراختیا په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د کرنې، کانونو، صنعت، انرژۍ، کورنیو تولیداتو، ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو بحث شوی دی.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي حنیف له قوله لیکل شوي چې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا د سوداګرۍ او پانګونې په زیاتېدو، کاري فرصتونو په رامنځتهکېدو، د کورنیو تولیداتو په وده او د افغانستان د صادراتو په پراختیا کې مرسته کولای شي.

