ډېر لوستل شوي

خوست کې ۳۰ کلنه خونړۍ دښمني حل شوې

د خوست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې ۳۰ کلنه دښمني پای ته رسول شوې ده.

د یاد ولایت مقام ویاند، مستغفر ګربز امید راډیو ته ویلي چې د دې دښمنۍ پرمهال څلور کسان وژل شوي وو، او تازه د ځایي مسوولینو په منځګړیتوب حل شوې ده.

د ښاغلي ګربز په وینا چې دا دښمني د سترې محکمې د جزا دیوان عمومي رییس، مفتي عتیق‌الله دروېش او د خوست د قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسوولینو په هڅو پای ته رسول شوې ده.

سرچینې همداراز ویلي چې د جوړجاړي په دې مراسمو کې دواړو لوریو د سولې او پخلاینې هوکړه کړې ده.

اړوند خبرونه