ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې نږدې زر تنه افغان کډوال له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې د هېواد له بېلابېلو لارو ۱۸۲ کورنۍ چې ۹۳۷ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، په تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا کې راستنېدونکو ته د ثبت، استقبال، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې خدمتونه وړاندې شوي دي.

راپور زیاتوي، ۱۲۱ کورنۍ چې ۶۶۹ تنه کېږي، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې، له ۱۲۵ کورنیو سره ټولټال ۹۶۶ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او ۱۱۳ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو ته زرګونه خوراکي توکي او روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي چې په تورخم او اسلام‌کلا کې سلګونه ناروغان پکې تداوي شوي دي.

اړوند خبرونه