د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، تر دې مهاله په ۱۳ دولتي ادارو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې چې موخه یې د خلکو لپاره د دولتي خدمتونو اسانهکول او د چارو د ترسره کېدو چټکتیا ده.
د اميد راډيو خبريال په يوه خبري کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد له قوله ويلي، د دغو پروسو په سادهکېدو سره د مراجعینو د وخت ضایع کېدو، اداري سرګردانۍ او غیرضروري کاغذپرانی مخه نیول شوې او د دولتي خدمتونو د وړاندې کولو په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د وياند په وینا، د اداري پروسو د سادهکولو لړۍ د لوړو زدهکړو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، تخنیکي او مسلکي زدهکړو، پوهنې، عامې روغتیا، شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت، کابل ښاروالۍ، د ښاروالیو د انسجام عمومي ریاست، کار او ټولنیزو چارو، د چارو ادارې او کانونو او پټرولیم وزارتونو په ګډون په یو شمېر ادارو کې عملي شوې ده.

