د اسلامي امارت او قزاقستان د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د افغان او قزاق توکو ګډ نندارتون پرانستل شو. دغه نندارتون د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په نوښت جوړ شوی، چې نن (پنجشنبه، وري ۶مه) په کابل کې پرانیستل شو.
د دغه نندارتون د پرانيستلو پر مهال د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند وويل، چې اوسمهال په افغانستان کې تر بل هر وخت د پانګونې ښه زمينه برابره شوې ده. ښاغلی برادر له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې له شته فرصتونو پوره ګټه پورته کړي. د افغان-قزاق په ګډ نندارتون کې د افغان سوداګرو پر ګډون سربېره د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ د قزاقستان یو لوړ پوړی پلاوی هم افغانستان ته راغلی دی. افغانستان او قزاقستان په دې وروستیو کې په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د اړیکو د پراختیا ژمنه کړې ده.