د پاکستان د لاهور عالي محکمې د طب او غاښونو طب شورا هغه لارښوونه ځنډولې چې له مخې یې افغان زدهکړيالانو ته افغانستان ته د بېرته ستنېدو امر شوی و.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې قاضي خالد اسحاق دغه پرېکړه د ۱۳ افغان زدهکړيالانو د عریضو له اورېدو وروسته کړې ده. یاد محصلين د لاهور په بېلابېلو طبي پوهنتونونو او انسټيټېوټونو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د پاکستان د طب او غاښونو طب شورا د سپټمبر په لومړۍ نېټه افغان طبي زدهکړيالانو ته افغانستان ته د ستنېدو لارښوونه کړې وه او طبي او د غاښونو پوهنځیو ته یې په روان تحصیلي کال کې د افغان زدهکړيالانو پر نوي منلو هم بندیز لګولی و. د محکمې دغه پرېکړه د هغو افغان محصلينو لپاره مهمه حقوقي پرمختګ بلل کېږي چې په پاکستان کې خپلې طبي زدهکړې تعقیبوي.

