د فاریاب ولایت په اندخوی او قیصار ولسوالیو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسانو ژوند بایللی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند مولوي عبدالله مرادي وایي، د پنجشنبې په ورځ شاوخوا درې بجې د اندخوی ولسوالۍ د میمنې کمربند په سیمه کې د یوه هایلکس موټر او موټرسایکل د ټکر له امله موټرسایکل چلوونکي ژوند بایللی او یو بل کس ټپي شوی دی.
د نوموړي په وینا، په دویمه پېښه کې د قیصار ولسوالۍ اړوند د الیاس تېلو پمپ ته څېرمه دوه موټرسایکلونه له یو بل سره ټکر شوي چې له امله یې څلور کسان ټپیان شوي دي.
مرادي زیاتوي، د پېښې له ټپیانو یو موټرسایکل چلوونکی تر روغتون له انتقال وروسته ساه ورکړې او درې نور کسان تر درملنې لاندې دي.
په فاریاب کې د ترافیکي پېښو د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه د موټرسایکلونو او موټرو بېاحتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول بلل کېږي.

