د کندز ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست وايي چې د « MCPA-QRT-01» مؤسسې په همکارۍ یې د ياد ولايت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۴۹۶ بېلابېل ډوله ناچاوده مهمات کشف او په خوندي ډول له منځه وړي دي.
د یاد ریاست په وینا، په له منځه وړل شویو مهماتو کې راکټونه، د توپ او هاوان مرمۍ، ماینونه، کلسټر بمونه، لاسي بمونه، فیوزونه او د بېلابېلو وسلو مرمۍ شاملې دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له خلکو غوښتي چې د مشکوکو توکو د لیدلو پر مهال له نږدې کېدو او لمس کولو ډډه وکړي او سملاسي دې یې اړوندو مسوولینو ته خبر ورکړي.
د ويلو ده، دا ناچاوده مهمات د تېرو جګړو له پاتې شونو څخه دي چې د خلکو ژوند ته جدي ګواښ هم پېښولی شي.

