د کابل ښاروالي وایي چې د برهکي څلورلارې د «تللارې» بنسټیزې چارې بشپړې او قیرکولو ته چمتو شوې ده.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د یادې پروژې لومړۍ برخه د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور او ۵٫۵ مترو په ژوروالي د «تللارې» جوړول دي چې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د پروژې په دویمه برخه کې د دهنباغ څلورلارې څخه د دویم پروان څلورلارې په لور د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور او ۸ مترو په لوړوالي د هوايي پُل جوړول دي.
د کابل ښاروالۍ مسوولینو همداراز هیله څرګنده کړې چې د «تللارې» سړک او هوايي پُل بنسټیزې چارې به د روان کال تر پایه بشپړې او د ښاریانو پر مخ پرانیستل شي.
د مسوولینو په وینا چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار مرکزي، شمالي او لوېدیځو زونونو ترمنځ ټرانسپورټي اړیکې لا پیاوړې شي، او دا پروژه به د ټرانسپورټي شبکې په پراختیا، د ترافیکي ستونزو کمښت او د ښاري منظرې په ښهوالي کې اغېزمن رول ولري.

