د کندوز د علياباد ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کې د «۵۸۰» ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمعهالدين خاکسار وايي، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د دې پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي ښودلې ده.
د يادونې وړ ده چې د پېښې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

