د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رییس، «مولوي زین الله عابر» په مشرۍ درېکسیز پلاوي د چین په نړیوال امنیتي کنفرانس کې له ګډون وورسته خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته رسولی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت پلاوي د کنفرانس په څنډه کې د چین عامه امنیت وزارت له امنیتي او تأمیناتي مسوولینو او د متحده عربي اماراتو، لیبیا، تاجکستان، الجزایر، تونس، ایران، سوریې، عراق، پاکستان، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره جلا جلا کاري لیدنې کړې دي.
افغان پلاوي د سفر په وروستۍ ورځ د سوژو ښار د عامه خدمتونو له یوې ادارې او همداراز په چین کې د اسلامي امارت له سفارت څخه هم لیدنه کړې ده.
د یادولو ده چې د چین نړیوال امنیتي کنفرانس د سپټمبر په ۸مه په «لیانیونګانګ» ښار کې د ۱۲۷ هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو، لوړپوړو مسوولینو او د نړیوالو امنیتي سازمانونو د استازو په ګډون پیل شوی و.

