د ازموینو عمومي اداره نن په کابل پوهنتون کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د جامع (Comprehensive) ازموینې درېیم پړاو تحریري ازموینه اخلي.
د یادې ادارې ویاند ناصر خان شېرزي وايي، په دې پړاو کې د انتاني ناروغیو، توبرکلوز، د سینې داخلې، انستیزۍ، کوچنیانو داخلې، عمومي داخلې او جلدي څانګو ګډونوال شامل دي.
د نوموړي په وینا، د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع ازموینه په څلورو پړاوونو کې تنظیم شوې او د وروستي، څلورم پړاو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر به د چهارشنبې په ورځ د ازموینو په عمومي اداره کې ترسره شي.
جامع ازموینه د عامې روغتیا وزارت اړوند په بېلابېلو تخصصي څانګو کې د ګډونوالو د علمي وړتیاوو د ارزونې لپاره په څلورو پړاوونو کې ترسره کېږي.

