ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او پراختیايي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

د امارتي شرکتونو عمومي رييس مولوي احمدجان بلال په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پراختیايي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

د ياد ریاست ویاند مولوي محمدنبي بهار وايي، په دې لیدنه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، په بېلابېلو بنسټیزو، تولیدي او پراختیايي برخو کې د ګډو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.

د ایران سفیر ویلي، هېواد یې د نفتو، برېښنا، سرې، اصلاح شویو تخمونو، مرغدارۍ او نورو برخو کې له امارتي شرکتونو سره ګډو همکاریو ته لېوالتیا لري.

د ښاغلي بهار په وینا، د امارتي شرکتونو عمومي رييس به په نږدې راتلونکې کې ایران ته سفر وکړي او له ایراني چارواکو سره به د نفتي توکو د قراردادونو، سوداګرۍ او نورو ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

اړوند خبرونه