ډېر لوستل شوي

ایران کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ افغان کډوال مړه شوي

د ایران په کهګيلويه او بویراحمد ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ افغان کډوال مړه شوي دي.

د «ایسنا» خبري اژانس راپور ورکړی، دغه پېښه د «دنا» ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د یاسوج ـ اصفهان پر لویه لار د «پژو۴۰۵» موټر او ټرېلر ترمنځ رامنځته شوی چې ۱۰ تنه پکې سپاره وو.

د راپورونو له مخې، په موټر کې نهه افغان وګړي او یو ایرانی موټرچلوونکی سپاره وو. څلور افغانان د پېښې په ځای کې مړه شوي او پنځه نور روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي، چې له ډلې یې دوو تنو د انتقال پر مهال ساه ورکړې ده.

په ایران کې هغه موټرونه چې د افغانانو او نورو کسانو د غیرقانوني لېږد لپاره کارول کېږي، د «شوتي» په نوم یادېږي.

د ایران د ترافیک پولیسو د شمېرو له مخې، یوازې په ۱۴۰۴ کال کې د دغو موټرو په ترافیکي پېښو کې ۳۵۸ کسان مړه او ۵۱۳ نور ټپیان شوي دي.

په ایران کې د «شوتي» موټرو له لارې د غیرقانوني مسافر لېږد، د لوړ سرعت او د سړکونو د ترافیکي خطرونو له امله، له اوږدې مودې راهیسې د ګڼو مرګ‌ژوبلو سبب ګرځي.

اړوند خبرونه