د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ (يوناما) د مرستيال «برونو لامارکي» په مشرۍ يوه پلاوي هلمند ته سفر کړی او هلته يې د ياد ولايت له والي مولوي امانالدين منصور سره په کتنه کې د اقتصادي، کرنيزو، روغتيايي او ښوونيزو برخو د پراختيا په تړاو خبرې کړې دي.
د ياد ولايت د مقام وياند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، په دې ناسته کې د هلمند د عمومي وضعیت، امنیت، اقتصادي فعالیتونو، پراختیايي پروژو، د کوکنارو د کښت د بدیل معیشت، د کرنیزو او تولیدي محصولاتو د بازار موندنې او د پروژو لپاره د بودیجې د جلب په اړه خبرې شوې دي.
د هلمند والي ویلي، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې په ځانګړي ډول د بدیل کښت، روغتیا، پوهنې او اقتصادي برخو کې پراختیايي پروژې پیاوړې او پراخې شي.
بلخوا، د یوناما مرستیال برونو لامارکي په هلمند کې د امنیت او ثبات د ټینګښت له امله د اقتصادي او پراختیايي فعالیتونو لپاره رامنځته شوې زمینه مهمه بللې او د دغو هڅو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د کوکنارو د کښت د مخنیوي ترڅنګ بزګرانو ته د دوامدار او قانوني بدیل معیشت زمینه برابرول اړین دي.
همداراز د کرنیزو او تولیدي محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو موندل د بزګرانو او تولیدوونکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم بلل شوي دي.

