ډېر لوستل شوي

افغان ورزشکارانو ته د قزاقستان په تمریناتي پروګرامونو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس، مولوي احمدالله وثیق په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر «ګازیز اکباسوف» سره کتلي دي.

ښاغلي وثیق په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ورزشي همکاریو پراختیا، ورزشکارانو د ګډ تمرین او دوستانه سیالیو د ترسره کېدو په اړه خبرې شوې دي.

د نوموړي په وینا چې د کتنې پرمهال د قزاقستان سفیر افغان ورزشکارانو ته د قزاقستان په تمریناتي پروګرامونو او دوستانه سیالیو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

په دې کتنه کې همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پراختیا مهمه بلل شوې، او افغان لوري د افغان او قزاق ورزشکارانو ترمنځ د ګډو تمرینونو او دوستانه سیالیو له ترسره‌‌کېدو هرکلی کړی دی.

اړوند خبرونه