ډېر لوستل شوي

ځینو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل شوی 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا ورښت په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لوګر، کابل، میدان‌وردګ، پکتیا او خوست ولایتونو کې اټکل شوی دی.

هواپېژندنې ادارې لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ – ۳۵ ملي‌مترو پورې وي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، سوېل‌ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

د یادولو ده چې له تېرو څو اوونیو راپدېخوا د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

اړوند خبرونه