ډېر لوستل شوي

“د ۹۰۱ بهرنیو سیلانیانو وېزو تمدید او خروج چارې ترسره شوې دي”

د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ۹۰۱ بهرنیو سیلانیانو د وېزې تمدید او خروج چارې ترسره شوې دي.

د دغه شرکت ویاند، مولوي محمد نبي بهار ویلي چې له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا په مرکز او ولایتونو کې ۲ زره ۴۴ بهرنیو سیلانیانو ته د ولایتي سفرونو په موخه رسمي مکتوبونه ورکړل شوي، او ۹۰۱ بهرنیو سیلانیانو ته د ویزې د تمدید او خروج چارې ترسره شوي دي.

د ښاغلي بهار په وینا چې همداراز د بهرنیو سیلانیانو د ډاډمنې استوګنې په موخه په مرکز او ولایتونو کې له ۴۴ هغو هوټلونو او مېلمستونونو څخه حق‌الثبت اخیستل شوی چې د بهرنيو سیلانیانو لپاره د استوګنې اسانتیاوې برابروي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست همداراز ویلي چې د افغان تور امارتي شرکت د بهرنیو سیلانیانو لپاره د سفر اسانتیاوو، سیاحتي خدمتونو تنظیم او د هېواد سیاحتي ظرفیتونو د لا ښې پېژندنې په برخه کې فعالیت ترسره کوي.

اړوند خبرونه