ډېر لوستل شوي

د سند عالي محکمې د افغان زده‌کړیالانو د ایستلو پرېکړه وځنډوله

د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې د دغه هېواد د طبي شورا له لوري د افغان زده‌کړیالانو د ایستلو پرېکړه تر راتلونکې محکمې پورې ځنډولې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي، د محکمې راتلونکې ناسته به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۹مه ترسره شي.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې درې افغان محصلینو د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر وړاندې د سند عالي محکمې ته عریضه کړې ده.

یاد افغان زده‌کړیالان د علامه اقبال بورسونو له لارې د پاکستان په «ډاو» پوهنتون کې د طب زده‌کړې کوي او د دغه هېواد معتبرې تحصیلي ویزې هم لري.

محصلینو محکمې ته ویلي چې د قانوني اسنادو او تحصیلي ویزو له لرلو سره سره د دوی د ایستلو پرېکړه شوې ده.

اړوند خبرونه