اميد راډيو ته د شهید سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون مسوولينو ويلي چې د اندوسکوپي څانګې متخصصانو د یوه ناروغ له معدې شاوخوا ۳۰ مېخونه په بریالیتوب ایستلي دي.
د دوی په وينا، عصمتالله نومي ناروغ شاوخوا ۳۰ مېخونه تېر کړي وو چې د اندوسکوپي طبي ټیم د پرمختللو طبي وسایلو او لازمې مسلکي وړتیا په کارولو سره ټول مېخونه د نوموړي له معدې څخه وایستل.
د روغتون روغتیايي ټیم وايي، هڅه کوي د پرمختللو طبي امکاناتو په کارولو سره هېوادوالو ته پر وخت، خوندي او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

