د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې د جغرافیایي معلوماتو د انسجام او تحلیل له لارې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سړکونو شبکې ارزونه کړې چې له مخې یې د هېواد د سړکونو ټولیز اوږدوالی ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره تثبیت شوی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سړکونو شبکې ۹۲،۶ سلنه خامه او ۷،۴ سلنه پاخه سړکونه دي. همداراز، د سړکونو له شبکې سره ۹۱ زره ۶۸۱ پلچکونه او ۴ زره ۷۴۷ کوچني او لوی پلونه تړاو لري.
د ارزونې پر بنسټ، د هېواد ۴۱ سلنه کلیوالي وګړي پاخه سړکونو او ۶۳ سلنه عمومي سړکونو ته لاسرسی لري. په ورته مهال، ۸۰۶۸۱ د سېلابونو د تېرېدو ځایونه هم ثبت شوي دي.
د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې زياته کړې، ۱۷ پلونه ویجاړ شوي او په ۲۴۹ ځایونو کې د نویو پلونو جوړولو اړتیا شته.

