ډېر لوستل شوي

د ترکمنستان د ۵۰۰ کيلوولټ برېښنا د واردولو پروژې په اړه تخنیکي ناسته شوې

د افغانستان برېښنا شرکت او د ترکمنستان د تخنیکي پلاوي ترمنځ د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د رالېږد سترې پروژې او د هرات د نورالجهاد سب‌سټېشن په اړه ګډه تخنیکي ناسته شوې ده.

د امارتي شرکتونو لوی رياست وایي، په دې ناسته کې د دواړو لوريو تخنیکي مسوولینو د یادو پروژو پر بېلابېلو اړخونو خبرې کړې او د وروستیو پرمختګونو، تخنیکي ظرفیتونو، کاري بهیر، شته ستونزو، اړتیاوو او د چارو د اسانتیا په اړه یې معلومات شریک کړي دي.

ياد رياست وايي، د تخنیکي ناستې په دوام کې به د برېښنا شرکت د اجراييوي رييس ملا عبدالحق همکار په ګډون عمومي ناسته هم ترسره شي او پر اړوندو مواردو به ګډې هوکړې وشي.

د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د رالېږد پروژه د افغانستان د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو، د سوداګریزو او صنعتي فعالیتونو د پراختیا او د اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لپاره له مهمو بنسټیزو پروژو څخه بلل کېږي.

اړوند خبرونه