ډېر لوستل شوي

هندي کارخونې به افغانستان ته د باکیفیته او معیاري محصولاتو لېست وسپاري

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي هند ته د رسمي سفر پر مهال د ګجرات ایالت د طبي تجهیزاتو، خوراکي توکو او طبي محصولاتو د خامو موادو له تولیدي کارخونو لیدنه کړې ده.

ياد وزارت وايي، دې پلاوي د یادو کارخونو د تولید بهیر، تخنیکي ظرفیتونه، د ټکنالوژۍ کارونه او د کیفیت معیارونه څېړلي او د معیاري طبي تجهیزاتو، خوراکي توکو او طبي محصولاتو د برابرولو، سوداګریزو اړیکو د پراختیا او له شته ظرفیتونو د ګټې اخیستنې په اړه یې خبرې کړې دي.

د لیدنو په پای کې هوکړه شوې چې هندي کارخونې به د خپلو تولیداتو بشپړ لېست له افغان لوري سره شریک کړي، څو د افغانستان د اړتیاوو له ارزونې وروسته د مناسبې بیې په بدل کې د باکیفیته او معیاري محصولاتو د برابرولو زمینه برابره شي.

همداراز، د تجربو او ټکنالوژۍ د لېږد او په افغانستان کې دننه د طبي تجهیزاتو د تولید د پراختیا په موخه، د دغو کارخونو مسوولینو ته افغانستان ته د سفر بلنه هم ورکړل شوې ده.

اړوند خبرونه