د کور او ښار جوړولو وزير مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شوی دی.
د دې پلان له مخې، په شاوخوا ۷۲۰۰ جریبه ځمکه کې به له ۱۰ زرو څخه ډېر استوګنیز پلاټونه، نږدې ۹۰۰ استوګنیزې او سوداګریزې لوړپوړې ودانۍ او له ۲۰۰ څخه ډېرې صنعتي کارخونې جوړې شي.
ياد وزارت وايي، په پلان کې تر ۶۰ پورې جوماتونه، ۲۵ ښوونځي، له ۳۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه، کرېکټ لوبغالی، پارکونه، شنې او تفریحي ساحې او نورې ټولنیزې او ښاري اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
ياد تفصیلي پلان د يوه شرکت له لوري د نوي کابل ښار د لومړي فاز له جوړښتي پلان سره سم ترتیب شوی او د پلازمېنې د منظمې، معیاري او متوازنې پراختیا په موخه به عملي شي.

