ډېر لوستل شوي

افغان پُست او د رېل‌پټلۍ پراختیا کنسرسیوم د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د افغان پُست امارتي شرکت او د افغانستان د رېل‌پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم ترمنځ د ګډو همکاریو، اسانتیاوو رامنځته‌کولو او د متقابلې همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ناسته کړې ده.

د امارتي شرکتونو لوی رياست وايي، په دې ناسته کې د افغان پُست اجراييوي رييس مولوي رحمت‌الله مکي او د افغانستان د رېلپټلۍ د پراختیا کنسرسیوم رييس دوکتور مصطفی رضايي په مشرۍ د دواړو ادارو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د ناستې ګډونوالو د رسمي مراسلاتو، اسنادو او مکتوبونو د خوندي، دقیق او پر وخت لېږد او رالېږد، د مناسبو کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د خدمتونو د لا ښه‌والي په برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو څرګنده کړې چې د ګډو موخو د تحقق، د کاري بهیرونو د اغېزمنتیا او د همکاریو د لا پراختیا لپاره به منظمې همغږۍ او ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه