ډېر لوستل شوي

افغانستان له دوو ماتو وروسته په وروستۍ لوبه کې له هندوستان سره مخ کېږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن پنجشنبه د شل‌اوریزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د هند له ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دا لوبه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د افغانستان په کوربه‌توب په هند کې ترسره کېږي.

د افغانستان ملي لوبډله داسې مهال له هند سره لوبه کوي چې په تېرو دوو مخامخ سیالیو کې یې له یادې لوبډلې څخه په لوړ توپیر ماتې خوړلې ده.

افغان لوبډله به هڅه کوي چې په نننۍ لوبه کې هند ته په ماتې ورکولو سره د شل‌اوریزو سیالیو دا لړۍ په غوره ډول پای ته ورسوي.

اړوند خبرونه