د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره يوه ورځ کې د هېواد له بېلابېلو لارو ۲۲۳ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۹۹۰ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د ياد کمېسيون راپور ښيي چې له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا څخه راستنو شويو کورنیو ته د ثبت او استقبال ترڅنګ، د لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او مخابراتي اسانتیاوو په برخو کې هم پراخ خدمتونه وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، ۶۲ کورنۍ چې ۳۳۲ غړي یې درلودل، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۰ کورنیو سره مالي مرستې شوې دي. همداراز، راستنېدونکو ته ۱۱۸ سیمکارټونه وېشل شوي او ګڼ شمېر کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو خدمتونو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

