کابل کې برم د څېړنو او نوښت مرکز په پرانستغونډه کې د یاد مرکز مسوولینو وویل چې یاد څېړنیز مرکز به په هېواد کې د علمي څېړنو او ستراتیژیکو مطالعاتو له لارې د ستونزو د حل، نوښت او پرمختګ لپاره علمي او د تطبیق وړ حل لارې وړاندې کړي.
مسوولین وايي چې علمي، تطبیقي، ستراتیژیکې څېړنې، علمي کنفرانسونه، کورنۍ او نړیوالي علمي همکارۍ یې له اساسي موخو دي.
د ناستې ګډونوالو هم د اسلام له نظره د څېړني پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، هغه مهال د یوې ټولنې پرمختګ شونی کېږي چې لومړی د موضوعاتو په اړه پوښتنې او څېړنې وشي او تر هغې وروسته ورته حللارې ولټول شي.

