ډېر لوستل شوي

“د سمنګان او فاریاب لپاره نوي امنیه قوماندان وټاکل شول”

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د سمنګان او فاریاب ولایتونو لپاره نوي امنیه قوماندان ټاکل شوي دي.

د مجاهد په وینا، ملا نادر حقجو د سمنګان او مخدوم عبدالخبیر د فاریاب د امنیه قوماندانو په توګه ټاکل شوي دي.

دغه راز، د یاد حکم پر اساس ملا سراج‌الدین احمدي د ۲۰۹ الفتح قول اردو د اولې پیاده لېوا د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

اړوند خبرونه