د امارتي شرکتونو عمومي رییس، مولوي احمد جان بلال ایران ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د نفت او ګازو له وزیر، محسن پاک نژاد سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د کتنې پرمهال د نفت او ګازو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، افغانستان ته د اړتیا وړ تېلو او ګازو د برابرولو، په دې برخه کې د مسلکي او تخنیکي زدکړو او د اکتشاف په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
د کتنې پرمهال ایراني لوري په یادو برخو کې د هر اړخیزې همکارۍ، لازمې همغږۍ او د ګډو همکاریو د عملي کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست لیکلي چې ښاغلي بلال او ورسره مل پلاوي د نفت او ګازو وزارت له څېړنیز مرکز او د تهران د نفتو تصفیې خونو سربېره، د یادو مرکزونو له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو او امکاناتو څخه هم لیدنه کړې ده.

