د امارتي شرکتونو عمومي رییس، مولوي احمدجان بلال د ایران د انرژۍ له وزیر، عباس عليآبادي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
یاد شرکت لیکلي چې په دې کتنه کې د برېښنا او انرژۍ، د څښاک پاکو اوبو رسولو او فاضلابو د تصفیهخونو جوړولو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
د کتنې پرمهال د ایران د انرژۍ وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د فني او مسلکي خدماتو اړوند د افغان تخنیکي کادرونو د روزنې او مسلکي ظرفیتونو لوړولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه ویلي چې د افغانستان د برېښنا اړتیاوو پوره کولو په موخه دغه هېواد ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې د برېښنا برابرولو لپاره چمتوالی لري.
بلخوا د یادې لیدنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا، تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا او د ګډو پروژو د عملي کېدو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

