ډېر لوستل شوي

د ټولګټو وزیر د چک – دایمیرداد سړک رغنیزې چارې ارزولې دي 

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني میدان‌وردګ ولایت ته د سفر پرمهال د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې ښاغلي ثاني د یادې پروژې تطبیق‌کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسوولینو ته د کار چټکتیا، غوره کیفیت، باکیفیته موادو کارولو او د کار په ساحه کې د ماشینرۍ زیاتولو په اړه سپارښتنې کړې دي.

بلخوا د قراردادي شرکت مسوولینو د ټولګټو وزیر ته ډاډ ورکړی چې د دغو پروژې چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.

د ویلو ده چې اوسمهال له چک ولسوالۍ څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې د دغه غځېدلي ۶۰ کیلومتره سړک په بېلابېلو ساحو کې د کیندنې، هموارکارۍ او پلګوټو د جوړولو چارې روانې دي.

اړوند خبرونه