ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې ۱۲۵ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره يوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۱۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۵۹۵ تنه کېږي، هېواد ته په جبري ډول راستنې او ثبت شوې دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، له تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا څخه راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې خدمتونه وړاندې شوي دي.

په همدې ورځ له تورخم څخه ۶۲ کورنۍ د ۳۱۳ غړو په ګډون، له سپین بولدک څخه ۱۱ کورنۍ د ۷۱ غړو په ګډون او له کابل څخه ۱۵ کورنۍ د ۷۰ غړو په ګډون بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د راپور له مخې، په ټولیز ډول ۸۸ کورنۍ، چې ۴۵۴ غړي لري، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.

راپور زیاتوي چې له ۹۸ کورنیو سره ټولټال ۷۹۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده. همداراز راستنېدونکو ته ۶۵ سیمکارټونه او زرګونه خوراکي توکي وېشل شوي او سلګونه ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، راستنېدونکو ته د لنډمهاله مېشتېدنې، مرستو، ټرانسپورټ او نورو اړوندو خدمتونو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

اړوند خبرونه