ډېر لوستل شوي

د ناروغانو د خوندیتوب نړیواله ورځ؛ “د پښتورګو د پیوند د عملیاتو برخه پراخېږي”

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رييس وحدت الکوزی وايي، د ناروغانو له درملنې سره یوځای د هغوی خوندیتوب او ساتنه هم د روغتیايي خدمتونو مهمه برخه ده.

د امید راډیو خبریال د ناروغانو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ښاغلي الکوزي په حواله ویلي، په نړیواله کچه د غیرساري ناروغیو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی چې افغانستان هم ترې اغېزمن شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ټولو سیمو کې روغتیايي خدمتونه په عادلانه توګه وړاندې شي.

د وحدت الکوزي په وینا، هڅې روانې دي چې د ټول هېواد په کچه د روغتیايي بسترونو شمېر شاوخوا ۱۰ زرو ته لوړ شي.

د معالجوي طب لوی رييس همداراز ویلي، په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې د پښتورګو د پیوند د عملیاتو برخه هم پراخه شي.

اړوند خبرونه