ډېر لوستل شوي

د روغتيا نړيوال سازمان د هېواد له روغتيايي سکټور سره د همکارۍ ژمنه وکړه

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي عتیق‌الله اکبري وايي، په افغانستان کې د غیرساري ناروغیو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی او د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره جدي پام‌لرنې ته اړتیا ده.

د امید راډیو خبریال د ناروغانو د خوندیتوب د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ښاغلي اکبري په حواله ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان به له روغتیا وزارت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، څو د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دغو ناروغیو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د روغتیايي بنسټونو ترمنځ دوامداره همکاري اړینه ده.

اړوند خبرونه