د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجراييوي رييس مولوي غلامالرحمن کظیم او ورسره مل پلاوي د هند د کور جوړونې او ښاري چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي او د ښاري فاضلابو د مدیریت او تصفیې په برخه کې د ګډو همکاریو په پراختیا خبرې کړې دي.
ياد شرکت وايي، په دې لیدنه کې د هند لوري د ښاري فاضلابو د سیستمونو، د هغوی د مدیریت او پراختیايي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړي او د «امروت» پروژې په اړه یې هم د افغان پلاوي سره معلومات شریک کړي دي.
هندي چارواکو ویلي، د فاضلابو د تصفیې د مرکزونو، په ځانګړې توګه د حوضي سیستمونو د جوړولو، او د افغان کارکوونکو د مسلکي او تخنیکي ظرفیت لوړولو په برخو کې به له افغانستان سره لازمې همکارۍ وکړي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجراييوي رييس هم د مسلکي تجربو او پوهې پر شریکولو، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د فاضلابو د تصفیې د تأسیساتو په جوړولو او پراختیا کې د هند له تجربو څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

