ډېر لوستل شوي

فراه کې له پاکستان څخه راقاچاق شوي شاوخوا ۱٫۵ ټُن درمل نیول شوي

د فراه امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت د مرکز اړوند سیمه کې شاوخوا ۱٫۵ ټُن پاکستاني قاچاق شوي درمل نیول شوي دي.

امید راډیو ته په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا لس قلمه درمل په ۱۳۰ کارټنو کې ځای پرځای شوي وو، او له پاکستان څخه هلمند او بیا فراه ولایت ته لېږدول شوي وو.

د سرچینې په وینا چې د دغو درملو د قاچاق په تړاو یو کس نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

په خبرپاڼه کې د ځایي مسوولینو په حواله ویل شوي چې دا قاچاقي درمل د فراه ولایت امنیې قوماندانۍ د پنځمې حوزې امنیتي او کشفي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

اړوند خبرونه